ټولنه

په پکتیکا کې د حقاني شبکې لوجستکي مسوول ووژل شو

ښرنه باختر د مرغومې ۵ مه
د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د حقاني شبکې د لوجستیکي مسوول سیف الله په ګډون اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شامحمد آرین باختر اژانس ته وویل چې یاد برید تېره ورځ څلور نیمې بجې د برمل ولسوالۍ په مرغه سیمه کې ترسره شوی دی.
د آرین په وینا: د دغه هوايي برید په ترڅ کې د طالبانو هغه مهم پټنځای په نښه شوی چې طالبانو به خپله وسله له همدې ځایه نورو ولسوالیو ته لېږدوله او د ټپیانو درملنه به یې هم همدلته کوله .
سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې د حقاني شبکې  لوجستیکې مسوول، د طالبانو نظامي ډاکټر او پنځه تنه نور طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شوي برید کې د طالبانو مرکز په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او ملکي وګړو ته په کې  زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته