ټولنه

د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام .

کابل باخترد غبرګولي  اوومه :
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا دډاډ ګيرنې او همدردۍ  پيغام .
  ددين او هېواد دښمنانو يوځل بيا دروژې دمبارکې مياشتې په لومړي  ورځ په جنايت لاس پورې کړ او په خوست ولايت کې په ځانمرګي بريد سره زموږ داتلسو تنو ملکي  هېوادوالو  دشهادت او دشپږو تنو نورو دټپي کيدو سبب شوي دي
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا ددښمنانو دغه عمل غندي او هغه دټولو اسلامي او انسان موازينو پرخلاف بولي او شهيدانو ته د لوى خداى ( ج )  له دربار څخه دفردوس جنت ، ټپيانو ته دبيا روغتيا ، دهغوى کورنيو او دوستانو ته دجميل صبر او ددغه جنايت عاملينو ته ددردونکي عذاب هيله کوي .
  په داسې حال کې چې داسلام ستر پيغمبر ( ص)  په خپلو ارزښتناکو لارښوونو سره روژه تي مسلمانان نورو ته له ښکنځلو  څخه منع کړي دي  نوپه دې مبارکه مياشت کې داسلام په نامه  دبيګناه  مسلمانانو دوينې تويول به کوم جواز  ولري ؟ شورا يوځل بيا په جګړه کې  له ښکيلو لورو څخه غواړي  چې  ددغې مبارکې مياشتې  دحرمت او درناوي په خاطر دې له جګړې او وينې تويولو څخه لاس واخلي او خپلې ستونزې دې دخبرو له لارې  حل کړي او په هېواد کې روان مصيبتونه دې پاى ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته