امنیت

پوليسو جيل ته دنشه يي توکو دليږدونې مخه ونيوله .

کابل  باختر د وري شپاړلسمه :
دبغلان پوليسو هغه سړى ونيوه چې غوښتل يې په يوه ډيګ کې ځاى پرځاى شوي نشه يي توکي جيل ته وليږدوي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي پرون اووه سوه کيلوګرامه چرس په يوه بخار ډيګ کې چې پخې  وريجې پکې   وې  ځاى پرځاى کړي و او دکتنې په وخت کې يې غوښتل هغه جيل ته وليږدوي وپيژندل شول او ترلاسه شول .
ده زياته کړه چې دقضيې په اړوند ددوو تنوبنديانو په ګډون درې تنه تر قانوني څارنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته