کابل / د غویي ۲مه / باختر
اووه وسله وال طالبان په بلخ کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ په زاري او کشنده ولسواليو کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ٨ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او جنګي وسايل یې له منځه يووړل شول.
پاى \ ذ
22 د یوې دقیقې څخه لږ