امنیت

دوه تنه پوليسان شهيدان او نهه تنه طالبان ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٩ :
په فراه ولايت کې پرون د عامه نظم د پوليسو په کتار د وسله والو طالبانو په  بريد کې دعامه نظم دوه تنه  پوليسان شهيدان او نهه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
په دې پيښه کې  دغه راز درې تنه  پوليسان او اووه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
د فراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى فواد عسکري باخترآژانس ته  وويل :
د فراه ولايت دبکوا ولسوالۍ  په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو د عامه نظم دپوليسو په کتار بريد وکړ  چې په  دولس ساعته  نښته کې دعامه نظم  دوه  تنه پوليسان شهيدان او نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دعسکري د څرگندونوله مخې : په دې نښته کې درې تنه پوليسان شهيدان او اووه تنه  وسله وال طالبان ټپيان  شول او دپوليسو پنځه رنجر موټرونه هم له منځه لاړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته