سیاست

دمبارکۍ پيغامونه

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت  دجمهوررييس  حامدکرزي ،. دجمهوري رياست دمرستيالانو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو ، قاضي القضات ، دکابينې دغړو او دافغانستان دټول ملت په نامه  دزمري د٢٨ مې  دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو  د ٩٥کاليزې  په مناسبت  باخترآژانس ته دمبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي.
په دغو پيغامونو کې دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې له  امله دډيرو ښو مبارکيو دمراتبو دڅرګندولو ترڅنګ ويل شوي دي  چې دافغانستان ملت دتاريخ په  اوږدو کې  ستر تاريخي  آزمايښتونه په برياليتوب سره ترسره کړي  دي   او په  حماسو سره يې په بيلابيلو تاريخي پړاونو کې  تيري کوونکو ته  خوله ماتونکى ځواب ورکړى دى او تيري کوونکي يې  په ګونډو کړي اوځپلي دي .
په پيغامونو کې  دانګريزانو دپخوانۍ امپراطورۍ ، دشوروي دسره  پوځ  او دنورو تيري کوونکو په وړاندې  دافغانستان دخلکو دميړانې او زړورتيا  درناوى شوى دى  او طرحه شوې ده   چې افغانان حاضر دي او کولاى شي  هر تيري کوونکي ته دعبرت داسې درس ورکړي چې نورو ته يې ورکړي دي .
دغه پيغامونه داطلاعاتو اوفرهنګ  ، دسوداګرۍ اوصنايعو ، پوهنې ، فوايدعامې ، عدليې  اودمهاجرينو دراستنولو دچارو  دوزيرانو  او ددغو وزارتونو دمشرتابه هيئتونو  او منسوبينو ، په پارلماني چارو کې ددولت وزارت  ، لوى څارنوالۍ ، داحصائيې دمرکزي ادارې دلوى رياست ، دافغانستان دسودا ګرۍ اوصنايعو دخونو ، دباخترآ ژانس  دمشرتابه هيئت او کارکوونکو ، دميوندبانک دمشرتابه هيئت ، دافغانستان دترکمنانو دسراسري شورا او  امرخيلو دقوم دسراسري شورا ، دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو  دتطبيق  د څارنې رياست ، دکابل دطبي پوهنتون  داستادانو د ټولنې  ، دافغانستان دډاکترانو او دروغتيايي کارکوونکو دسراسري اتحاديې ،  دبدخشان دوالي او دمشرتابه هيئت ، دابن سينا  ،د اندراګاندي دماشوم دروغتيا ، دملالۍ دنسايي او ولادي ، استقلال ، انتاني ، ستوماتولوژۍ  او دنور درغتونونو ، دوينې دمرکزي بانک او دمرکزي پوليکلينيک دمرکزونو له خوا رارسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته