ټولنه

دکابل _ مزارپه لويه لاره کې خونړۍ ترافيکي پيښه

-کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دکابل –  مزار په لويه لاره کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ددووتنو ماشومانو په ګډون درې تنه ووژل شول او شپاړلس تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه پيښه نن له غرمې مخکې  دبغلان ولايت  دمرکز  پلخمري ښار د دشت الوان په ساحه کې دکابل- مزار په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دمسافرينو دسپرلۍ فلانکوچ موټر له يو ګړندى موټر سره  ټکر وکړ .
دبغلان ولايت دترافيکو يو تن چارواکى  عبدالرزاق باختراژانس ته وويل  چې په دې ترافيکي پيښه کې ددوو تنو ماشومانو په ګډون درې تنه ووژل شول او څه ناڅه  شپاړلس تنه نور ټپيان شول .
  ده  دموټر چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي  ددغې ترافيکي پيښې اصلي عامل وباله .
په همدې حال کې دبغلان دمرکزي روغتون  دعاجلې څانګې موظف ډاکتر بکتاش ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته