امنیت

پکتيکا والو پر شمشاد راډيو ټلويزيون وسله وال بريد وغانده

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۱۷ مه
د پکتیکا ولایت ژورنالیستانو، مدني فعالانو او یو شمېر مشرانو پر شمشاد ترسره شوی برید د نړۍ د هغو څارګرو ادارو کار وباله چې دلته یې روانه جګړه توده ساتلې او د دغه تلویزیون حقایق نشي زغملی.
دوی د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې پر شمشاد برید د بیان پر ازادۍ برید دی او دولت دې د دغه برید ترسره کوونکي پیدا او هغو ته دي سزا ورکړي.
د پکتیکاولایت د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازی وايي چې دولت دي د ټولو رسنیو او په ځانګړي ډول د شمشاد تلویزیون امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د وروستۍ پېښې عاملین پیدا او دقانون منګولو ته دې وسپاري.
دوی په پېښه کې د شمشاد تلویزیون د شهید شوي سرتیري او ژوبل شویو کارکوونکو لپاره د دعا لاسونه لپه کړل او په هېواد کې یې د جګړې پای لپاره د خدای دربار ته لاسونه لپه کړل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته