امنیت

دايساف درې تنه سر تيري ټپيان شول

دکابل_ چاريکار پرسرک د ماين د چاودنې له امله د ايساف دځواکونو درې تنه سرتيري ټپيان شول

دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ ولسوال خواجه محمد حنيف صديقى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل : دغه چاودنه تيره شپه د کابل ولايت دقره باغ او دپروان ولايت دبګرام ولسواليو ترمنح په قلعه دشت سيمه کې وشوه

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دى چاودنه کې د ايساف دځواکونو درې تنه سرتيري ټپيان شول .

دغه راز دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ امنيه قو ما ندان سمو نوال حفيظ الله او په کابل کې د ايساف دځواکونو مطبو عاتي دفتر دغه خبر تائيد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته