اقتصاد

لغمان ته داقتصاد وزیر سفر

مهترلام باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣ :
د اقتصاد وزارت وزیر عبدالستار مراد د یوه  پلاوي په مشرۍ د لغمان     له ولایت څخه  د لیدنې پرمهال د لغمان ولایت د انکشافي او اقتصادي حالت ارزونه او څیړنه ترسره  کړه  او د لغمان  له والي عبدالجبارنعیمي سره یې ددغه  ولایت پر انکشافي او اقتصادي پلانونو هراړخیزې خبرې وکړې.
د لغمان والي عبدالجبارنعیمي د لغمان ولايت دعمومي وضعیت اود خلکود اساسي غوښتنو او اړتیاوو په باب د کابینې دغه غړي ته معلومات ورکړل
د لغمان والي د اقتصاد له وزیر سره د لیدنې پرمهال په لغمان ولایت کې د وطن ګټو، کله ګوش بندونو، صنعتي پارکونو،لویو لارو، استنادي دیوالونو او هغو نورو پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه چې د کاري فرصتونو د ایجاد ترڅنګ د خلکو د ستونزو په  اوارولو او د ولایت د بنسټيز پرمختګ او اقتصادي ودې په برخو کې اغیزمنې پایلې لري .
د لغمان والي د اقتصاد وزارت له مشرتابه  څخه وغوښتل چې سکتوري وزارتونه او ټول موسسات دې ته وهڅوي چې د لغمان ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دغو برخو کې عملي او اساسي همکاري وکړي.
ورپسې راغلي پلاوي د لغمان ولایت له مشرانو او مخورو سره ګډه غونډه وکړه  چې دمشرانو په دې غونډۀ کې  دمشرانو په استازیتوب حاجي شاه مرد خان اود مدني ټولنې په استازیتوب خیبر نیازي په خپل وارسره خبرې  وکړې او ټولې هغه غوښتنې یې تائید کړې  چې د ولایت مقام  له خوا د اقتصاد له  وزیر سره شریکې شوې.
دغومشرانود خپلو خبرو پرمهال د هندوستان هیواد د پرمختیايي مرستو، د پاملرنې اوپه بیلابیلو سکتورونو کې د یو شمیر وړاندې شویو پروژو د منظوری اوپلي کیدوغوښتنې وکړې او د اقتصاد له وزیرڅخه یې وغوښتل چې د لغمان د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې د کابینې د یو فعال غړي په توګه لازمه همکاري وکړي .
بيا  د اقتصاد وزیر دهېواد په کچه د یو شمیر هغو ملي پروژو د پلي کیدو یادونه هم وکړه چې ګټه به یې د هر ولایت خلکو ته ورسیږي او د لغمان ولایت د ادارې او خلکو د غوښتنو په تړاو یې وویل ؛ چې د وطن ګټو او کله ګوش بندونه به په هغو پرمختیايي پروژو کې شامل کړي چې په نږدې راتلونکې کې به پلې شي.
د اقتصاد وزیرد لغمان ولایت موقعیت ډيرمهم وباله او  ټولو ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د انکشافي او اقتصادي ودې او پرمختګ په برخو کې به  ځانګړې پاملرنه وکړي، سکتوري وزارتونه او مرستندویه ټولنې به دې ته وهڅوي ترڅو د لغمان ولایت  وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.
وروسته د اقتصاد وزیر چې د لغمان والي او ګڼ شمیر مشرانو یې ملتیا کوله  له یوشمیر مهمو پروژو څخه هم لیدنه وکړه او د شرکتونو کارونه  یې وڅارل او وروسته يې د اقتصاد له ریاست څخه کتنه وکړه چې د لغمان ولایت د انکشاقي او اقتصادي حالت په باب هراړخیز معلومات او پریزنتيشن ورته وړاندې شو.
ده  ژمنه وکړه چې د شتو ستونزو په اواري کې به دغه ولایت ته د مرکزي حکومت هراړخیزه توجه راجلب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته