ټولنه

د پکتيکا والي: همکارې موسسې به له پکتیکا سره خپلې مرستې لا زیاتې کړي.

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٨ مه
پکتیکا هغه ولایت دی چې په تېرو څو کلونو کې ورته د همکارو موسسو له لورې ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، خو د نوې رهبرۍ په راتګ سره به همکارې موسسې په پکتیکا کې خپل دفترونه پرانيزي او پکتیکاوالو ته به په وخت مرستې ورسوي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي: په تېرو کلونو کې څومره چې اړتيا وه په هغه ډول دولت او همکارو موسسو کارونه نه دي  کړې.
هغه وویل: اوس د پکتیکا ولسونه له دولت سره په هر ه برخه کې همکار دي چې له امله يې د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بیا رغونې کارونه روان دي.
ده زياته کړه: د دغو پروژو بېلګې په ولسوالیو کې د ملي پیوستون د ساتنې او څارنې پروګرام کارونه دي، چې ګڼو پکتیکاوالو ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
دی وايي: د پکتیکا ولایت په ګڼو سیمو کې پر دې سربیره یو شمېر نورې د بیا رغونې چارې هم روانې دي، چې په هغو پروژو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړېدل، سړکونو، ویالو اود سربندونو جوړول شامل دي.
د پکتیکا ولایت اوسیدوونکي نجیب له باختر اژانس سره په خبرو کې  وويل(( پکتیکا ته د نوي والي په راتګ سره په بېلا بېلو ولسوالیو کې د بیا رغونې، پوهنې او روغتیا کارونه په چټکۍ سره روان دي)) .
د يادونې وړ ده چې پخوا به همکارو موسسوبه پکتیکا کې د پروژو د پلي کیدو په موخه په دې زړه نه ښه کاوه چې امنیت ډاډمن نه دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته