نړۍ

دشمالي وزيرستان له اوسيدونکو څخه غوښتل شوي دي چې له دغې سيمې څخه ووځي.

ميرانشا  ډي ډان   باختر دلړم دمياشتې ١١
دپاکستاني طالبانو د ډلې يوې څانګې دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشا ښارته څيرمه سيمو له اوسيدونکو څخه غوښتنې دي چې خپلې کورنۍ خوندي سيمو ته وليږدوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دشمالي  وزيرستان د مجاهدينو په نامه شورا چې دحافظ ګل بهادر له خوا رهبري کيږي دميرانشاه ښار له دوکاندارانو څخه غوښتي دي چې خپل قيمتي مالونه نورو سيموته  وليږدوي.
دغه خبردارى دامنيتي ځواکونو دتوپونو له ډزو  وروسته چې په ملکي خلکو يې کړې دي  چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول صادر شوى دى .
په هغو تبليغاتي پاڼو کې چې پرون دجمعې دلمانځه له ادا کولو وروسته دميرانشاه ښار دبيلابيلو ناحيو ترمنځ وويشل شول له هغوى څخه غوښتل شوي دي چې ښځې او ماشومان  نورو سيموته وليږدوي او دشمالي وزيرستان داصلي واټ په اوږدو کې دنورو کليو اوسيدونکي دې له خپلو کورونو څخه  ووځي .
ديوبل خبرله مخې :  قوماندان حافظ ګل بهادر د طالبانو د ډلې له غړو څخه هم غوښتنې دي چې د حالاتو د خبراوالي له امله ديوې اوونۍ لپاره له  سميې څخه ووځي .
په دغې قبايلي سيمې دپاکستاني پوځيانو د ډزو له امله په  تيرو څو ورځو کې دښځو او ماشومانو په ګډون څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده .
دپوځيانو بريدونه له هغه وروسته  پيل شول چې ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دميرانشاه بازارته څيرمه دپلټنې په يوې پوستې بريد وکړ يو عسکر يې وواژه او درې تنه نورې ټپيان کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته