امنیت

عاجل خبر: په بګرام کې دائتلاف دځواکونوپه کاروان بريد وشو .

کابل باختر دوږي شلمه :
  دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې دائتلاف دځواکونوپه کاروان نن له غرمې وروسته ځانمرګي بريد وشو .
دپروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي باختراژانس ته وويل چې يوه ځانمرګي بريدګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د بګرام ولسوالۍ دقلعه نصرو په ساحه کې دائتلاف دځواکونو د کاروان په وړاندې وچاوه .
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې دسيمې درې تنه اوسيدونکي ټپيان شوي او دائتلاف ځواکونو ته دسرداوښتې زيان په باب تراوسه پور ې خبر نه دى ترلاسه شوى .
  څو ورځې مخکې هم دبګرام  په ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونوپه کاروان ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې  څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او مسووليت يې وسله والو طالبانو په غاړه اخستي و .
  ختم-  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته