امنیت

دبغلان پوليسو: دپلخمري ښاريان دې په ارامه فکر رايه ورکړي .

کابل /دتلې ٣مه /باختر:
په پلخمري ښار کې امنيتي حالات ښه شوي دي .
دبغلان  امنيه قوماندان سمونوال  نياز محمد نياز دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په پلخمري ښارکې دتېرې مياشتې په پرتله امنيتي حالات ښه  شوي دي او دپوځيانو له څو  عملياتو وروسته امنيتي حالت عادى شوى دى .
داپه داسې حال کې دى چې پوځيانو دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولواو دامنيت دتامينولو  لپاره خلکو ته  ډاډ ورکړ .
هغه زياته کړه چې ښاريان کولاى شي له وېرې پرته درايې ورکولو مرکزونوته لاړ شي . او خپل دنظر وړ نوماند ته رايه ورکړي .
  ختم_ سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته