کابل باختر د لړم څلورمه :
دفوټبال څليرويشتو تنو ښځينه ښوونکو نن دسي لايسنس تصديق ليکونه ترلاسه کړل .
دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړي شمس اميني دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کورس يوولس ورځې مخکې دهېواددفوټبال په فدراسيون کې جوړ شوى و څلور ويشتو تنو ښځينه ښوونکو پکې ګډون کړى و چې دايرانۍ ښوونکۍ له خوا مسلکي زده کړې وکړي.
دامينې دڅرګندونوله مخې :دغو ښوونکو چې دهېواد دمرکز او دولايتونو اوسيدونکۍ دي نن د درجه سي لايسنس دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
1 د یوې دقیقې څخه لږ