امنیت

اووه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
٧ وسله وال طالبان په غزني کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانوتېره شپه کله يې چې  په اندړو ولسوالى کې په پوځي پوستو ديرغل  نيت درلود ، له ځمکې او هوا څخه پرې برېدونه وشول.
د تندر قول اردو د يوې خبرپاڼې په  خپرولو سره ويلي دي،    په جګړه کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، وسله وال طالبان مخکې له دې چې پر امنيتي پوستو يرغل وکړي،  تر بريد لاندې ونيول شول .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته