خبرونهامنیتاقتصاد

کابل: یو تن د جعلي پیسو کارولو په تور نیول شوی دی

کابل/غوايی۳ مه/ باختر

د کورنیو چارو وزارت د اداري فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د جعلي پیسو په تور د یوه تن نیول کېدو خبر ورکړی دی.

نیول شوی کس مجيب الرحمن نوميږي او د کابل د قره باغ ولسوالۍ د اکاخېلو کلي اوسېدونکی دی.

نوموړي غوغښتل چې ۱۰۰ زره جعلي افغانۍ په دېرش زره اصلي افغانیو بدلې کړي.

مجيب الرحمن په خپل جرم اعتراف کړی او منلې يې ده، چې جعلي پیسې يې له پاکستان څخه هېواد ته راوړې دي.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم یو شمېر کسانو د جعلي پیسو کارولو هڅه کړې وه، چې د یاد ریاست له لورې نیول شوي دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته