امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي ٢٥مه
په فراه ولايت کې تيره شپه دپوځيانو دعملياتو په پايله کې  دوسله والو طالبانو دډلې  ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون اته تنه ووژل شول .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت دبالابلوک  ولسوالۍ په شيوان کلي کې دپوځيانو په هوايي اوځمکنيو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان مولوي ساجد په ګډون اته تنه ووژل شول .
ده  څرګنده کړه چې په دغو عملياتو کې ددښمن جنګي وسايلو يوه ډيپو  دړې وړې شوه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته