امنیت

دناپيژاندکسانوله خوا يوه ښوونځي ته اور واچول شو

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
ناپيژاندو کسانو تيره شپه   په   جوزجان و لايت کې يوه ښوونځي ته اور  واچاوه .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقيرمحمد جوزجاني دباخترآژانس خبريال ته وويل  ناپيژاندو کسانو په شبرغان ښارکې  دحسن تايول  ليسې ته اور واچاوه  او سيمې ته  داور وژنې دمامورينو تر رسيدو  پورې  ددغه اور له امله   دښوونځي سندونو ارشف  او يو درسي ټولګى وسوځيدل  او کتابتون  او نورو درسي خونو ته هم يو څه زيان واوښت .
امنيه قوماندان زياته کړه  ددغه ښوونځي  دزده کوونکو په آزموينو پورې  ټول  اړونده سندونه هم سوځيدلي دي .
تراوسه پورې د دغې اور لګيدنې انګيزه نه ده مشخصه شوې  او تحقيقات    دوام لري.
دى وايي  ښايي  دغه اور لګيدنه دطالبانو اويا هم دښوونځي د زده کوونکو کار وي او ښايي  دا کار  ديو زده کوونکي له خوا چې په آزموينه کې يې ښې نتيجې نه دي  ترلاسه کړي ترسره شوى وي .
مخکې له  دې هم   په دغه ولايت  کې يوشمير ښوونځيوته  دناپيژاندو وسله والو کسانو او ياهم ددولت دمخالفينو له خوا اور  اچول شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته