ورزش

په جلال اباد ښار کې دفوټبال سيالي ترسره کيږي .

کابل باختر د کب درې ويشتمه
دنوروز دجشن په درناوى بل سبا په جلال اباد ښار کې دفوټبال دغوره ليک سيالي  پيليږي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې ټاکل شوې ده  دميوند اتلان  ، شاهين اسمايي ،  سيمرغ البرز ، او دسپين غر بازانو ټيمونو  لوبې وکړي .
ديادونې وړ ده چې دغه سيالۍ  دجلال ابادښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره کيږي .
  ديوبل خبر له مخې ،  دنوروز دجشن  په درناوي  دبايسکل ځغلولو فدراسيون دورزشکارونجونو  اوهلکانو ترمنځ  دبايسکل ځغلولو سيالي پيلوي .
  دالمپيک دملي کميټې  دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه سيالي  په دريو پړاونوکې  له کابل ښار څخه پيل  او دمزارشريف تر ښار پورې دوام مومي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغوسياليو لومړى پړاو  له کابل څخه پيل  او تر جبل السراج پورې دوام کوي .  دويم پړاو يې  له جبل السراج څخه تر پلخمري ښار پورې  او دريم پړاو يې  له پلخمري څخه تر مزارشريف ښار پورې دوام کوي .
  صادقي زياته کړه  په دغو سياليو کې  دولس تنه ورزشکارې  نجونې او ديرش تنه  ورزشکار ځوانان  ګډون کوي .
  دغه راز  په هرات ولايت کې دنجونو  دواليبال سياليو پرون مازيګر  په دريو لوبو سره  دوام وکړ .
دهرات ولايت  دورزشي امريت  مرستيال  ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل  په لومړى لوبه کې  دهمت صافي  اود هندوکش ټيمونو لوبه وکړه  او له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده .
  دغه راز ديارانو او واحدي ټيمونو لوبه  له ګول پرته  برابره پاى ته ورسوله . او په وروستي لوبه کې  د سرخ پوشانو ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره  ديارانو  پرټيم بريالى شو.
دغه سيالي  د ښځو دپيوستون  دنړيوالې ورځې په مناسبت  په هرات کې  دنجونودواليبال دپنځو ټيمونوترمنځ پيل شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې ،  دسابقه لرونکو لوبغاړو دواليبال دجام سيالۍ  په هرات کې  دالمپيک  ټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيده .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال  ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل : ددغوسياليو په وروستي پړاوکې  دالمپيک  او دسرخ پوشانو ټيمونو  لوبه وکړه  چې  ددوو په مقابل کې په دريو سره دالمپيک ټيم په ګټه پاى ته ورسيده  او دغه ټيم په ديرشو امتيازونوسره  ددغوسياليو اتل شو .
دغه راز  دآريا ټيم  داووه ويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره  دويم مقام او د تابان ټيم دڅليرويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دريم مقام وګاټه .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په هرات کې دتنکيو ځوانانو  دتکواندوسيالۍ  نن دهرات ټيم  په اتلوالي سره  پاى ته ورسيدې .
  دغه سيالي  د١٣٥٧کال  دکب دمياشتې  دڅليرويشتمې نيټې دشهيدانو په درناوى د دوو ورځو لپاره  په هرات کې پيل شوې وې چې په پاى کې دهرات ټيم  ديو پنځوسو  امتيازونو په ترلاسه کولو سره  لومړى مقام ، دکابل ټيم دشپږ ديرشو امتيازونوپه ترلاسه کولو سره دويم مقام او ددايکندي ټيم داتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره  دريم مقام وګاټه .
دغه راز د اخلاقو کپ  دغور ولايت  ټيم ته  ورکړى شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل :  چې په دغوسياليو کې دهرات ، دايکندي ،غزني ، کابل  ، غور اودبادغيس  ټيمونو  ګډون کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته