امنیت

درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان کې ووژل شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړې نن هغه وخت ونښتې چې طالبان د ډيورند له کرښې څخه په را اوښتو په کامديش ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل :په دغو جګړو کې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
دى وايي چې دغه جګړې له هغه وروسته ونښتې چې يوې ډلې پاکستاني طالبان د ډيورنډ له کرښې څخه له رااوښتو وروسته په کامديش ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته