کابل باختردزمري څليرويشتمه :
په خوست ولايت د وروستيو سيلاونو له اووه ديرشوزيانمنو شويوکورنيو سره نن مرسته وشوه .
دخوست د والي ويندوى مبارز ځدران باخترآژانس ته وويل: په دغومرستوکې شړي ، خوراکي توکي ، دپخلنځي لوښې او دکوريو شمېر نوروسايل شته چې د( آى- او- ام) د موسسې له خوا د ولايت دمقام دهيئت په حضورکې وويشل شول .
د مبارز د څرګندونو له مخې: دغه کورنۍ پخوا د خوست ولايت له پيښو سره دمبارزې د رياست د ټيم او د دغه ولايت دمقام د مشرتابه هئيت له خوا سروې شوې وې .
د يادونې وړ ده چې په خوست ولايت کې د وروستيو سيلاوونو له امله دکرنې په زرګونه جريبه ځمکه، د اوبو بندونه ، مواصلاتي لارې ، پلونه او پلګي ويجاړ شوي و.
0 1 دقیقه لوستل