کابل باختر د وږي پنځه ويشتمه :
يو وسله وال طالب نن په روزګان ولايت کې دماين دښخولو په وخت کې ووژل شو .
دغه تروريست کله يې چې غوښتل ددهراود ولسوالۍ په يوه واټ کې ماين ښخ کړي دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شو .
دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان وايي چې طالبانو غوښتل په دې ګڼ ميشت واټ کې دماين په ښخولو سره ملکي وګړو ته وژوونکي تروريستي پيښه رامنځته کړي .