امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان د ګډو ځواکو په عملياتوکې ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
اوولس تنه وسله وال طالبان تيرې شپه په قندهار ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه کسان چې په دولتي بنسټونو د ډله ييزې بريدونو هوډ درلود؛ د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې ووژل شول.
د قندهار ولايت د ميوند ولسوال حاجي عبدالله د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه ګډ پوځي عمليات د ميوند ولسوالۍ په کوکه کلي کې ترسره شول چې له امله يې١٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغوکسانوکله چې په دغې ساحه کې دقندهار ولايت په بنسټونو د ورانکارو عملونو په پلان جوړولو بوخت وو؛ د ګډو ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
دميوند ولسوال زياته کړه: په دغو عملياتوکې د سيمې اوسيدونکو ته د سرزيان نه دى اوښتى خو له عملياتو وروسته د بهرنيو ځواکونو يو موټر په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د سر زيان يې نه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته