ټولنه

په ننګرهار ولايت کې په زرګونو جريبه ځمکه دسيلاونو له خطر څخه خوندي شوه

کابل باختر د سلواغې ٤ نيټه  :
دننګرهار ولايت دبهسودو په ولسوالۍ کې  ديوه استنادي ديوال  په جوړولو سره  په زرګونو جريبه ځمکې  دسيلاونو له خطر څخه غوندې شوې.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  دغه ديوال د٢٩٢ مترو په اوږدوالى ،
شپږو مترو  په  لوړوالى  او د دريو مترو په سور د شپږو ميليونو  افغانيو په لګښت په دريو مياشتو کې دبهسودو ولسوالۍ په ميرانوي کلي کې  دسيند په غاړه کې جوړ شوى دى  چې په زرګونو جريبه کرنيزې ځمکې يې دسيلاونو له خطر  څخه خوندي کړي دي.   پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته