کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
په بلخ ولايت کې دنري رنځ دعلاج او درملنې ديوه روغتيايي کلينيک دبنسټ ډبره نن کيښودل شوه .
دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر ميرويس ربيع دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه کلينيک ديوسلو شپږ شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت دروان کال ترپاى پورې دمزارشريف ښار دپنځمې ناحيې په يلمرب ښارګوټي کې جوړيږي .
ربيع زياته کړه ددغه کلينيک دجوړولو لګښت دملګروملتو دسازمان له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي او اته ويشت بسترې پکې په پام کې نيولې شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې تراوسه پورې په بلخ ولايت کې دنري رنځ دوه زره پيښې ثبتې شوې دي .