امنیت

حقيقت موندونکى هئيت بغلان ته ورسيد

کابل باختر د وږي  دويمه :
دياغيانو له خوا دبغلان ولايت  ددهنه غوري ولسوالۍ دنيول کيدو په باب دحقيقت  موندنې جګپوړى دولتي  هئيت نن دغه ولايت ته ورسيد .  
په دې هئيت کې دجمهوري رياست ، مشرانو جرګې ، ولسي جرګې ، ددفاع او دکورنيو چارو دوزارتونو او دسيمه ئيزو ارګانونو استازي شامل دي .
په قومي چارو کې دجمهوري رياست سلاکار محمد داود ګلزار چې ددغه هئيت مشرتوب په غاړه لري دباختراژانس خبريال ته وويل :ددغه کميسيون غړي له هغه وروسته چې دياغيانو له خوا ددهنه غوري ولسوالۍ دنيول کيدو دڅرنګوالي په باب دقيق اوبې پرې  تحقيقات بشپړ کړي هغه به په امانت ډول جمهوري رياست ته وړاندي کړي .
  دغه هئيت په داسې حال کې بغلان ته ورسيد چې ددغه ولايت والي عبدالستار دجګړې  او وينې توييدو دنشتوالي  او دکافي مهماتو دشتون اوله نښتې  پرته دلايلو په پام کې نيولوسره په حيرانوونکي ډول دياغيانو له خوا ددهنه غوري ولسوالۍ نيول کيدل دپوښتنې وړ  وبلل او دموضوع د  روښانه کيدو او دپيښې داصلي عاملانو دپيژندنې په خاطر  دولتي مقاماتو دغه کميسيون موظف کړ چې پيښه په هراړخيزه توګه وڅيړي .
  ويل کيږي چې ددهنه غوري ولسوالۍ له دووکلونو راپديخوا دوسله والو طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وه او په پاى کې د زياتو امنيتي ځواکونوله ځاى پرځاى کيدو سره سره له دغې ولسوالۍ  څخه دجګړې دقوماندان په بدلون سره دامنيتي پرسونل جنګي روحيه کمزورې  شوه او په پاى کې  دغه ولسوالۍ دياغيانو له خوا ونيول شوه .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته