ټولنه

سلوانيا به په افغانستان کې دجګړې له امله دټپيانو په درملنه کې همکاري وکړي .

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزارت سرپرست حکمت خليل کرزي پرون دافغانستان لپاره دسلوانيا له نوي نااستوګن سفير ايګور يوکيک سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت سرپرست   دافغانستان لپاره دسلوانيا دلومړي نااستوګن سفير دټاکل کيدو  له امله چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو دپياوړتيا او پراختيا په لاره کې مهم ګام  بلل کيږي  خوښي څرګنده  کړه .
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دغوڅ ملاتړ  دماموريت  او په هرات ولايت کې دبيا جوړولو دولايتي ټيم په چوکاټ کې ددغه هېواد دعسکرو درول  له امله مننه وکړه .
دافغانستان لپاره دسلوانيا نااستوګن  سفير وويل  چې سلوانيا په بيلابيلو  برخو کې له افغانستان سره همکاري او د اړيکو پراختياته چمتو  دى له دې جملې څخه  دغير حکومتي  موسسو له لارې په افغانستان کې دجګړو  له امله دټپيانو ددرملنې په برخه کې  به همکاري وکړي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته