ښوونه او روزنه

متحده عربى امارات دپوهنې له وزارت سره ديو تخنيکي انستيتوت په جوړولو کې مرسته کوي.

کابل- باختر د غبرګولې دمياشتې ١٨
دمتحده عربي اماراتو سفير پرون دپوهنې له وزير ډاکتر اسدالله حنيف بلخي سره په کتنه کې ديو تخنيکي انستيتوت دجوړولو او د تحصيلي بورسونو د زيانولو په برخه کې د همکارى ژمنه وکړه.
دباختر آژانس دخبرله مخې : په دې کتنه کې په کابل کې دمتحده عربي اماراتو سفير يوسف سباح د پوهنې دتحصيلي بورسونو دبرابرولو او ديو تخنيکي انستيتوت دجوړولو په برخو کې ددغه هيواد تيارى څرګند کړ.
دغه راز دپوهنې وزير د ښوونځيو او ديني مدرسو لپاره د ديني کتابونو دچاپولو دستونزو په اړوند له ده سره خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې دمتحده عربي اماراتو دولت دې ددغو کتابونو دچاپولو په برخو کې مرسته وکړي چې ډير ژر دغه کتابونه د عمومي ښوونځيو او د ديني مدرسو د زده کوونکو په واک کې ورکړى شي.
دمتحده عربى اماراتو سفير ژمنه وکړه چې ددغو کتابونو دچاپولو په برخو کې د افغانستان دپوهنې له وزارت سره همکاري کوي.
په دې کتنه کې دپوهنې وزير په کوريا کې دښوونې او روزنې لپاره دنړيوالې ټولنې دکنفرانس ترڅنګ دمتحده عربى اماراتو د دولت د ښوونې او روزنې له وزير سره خپلو کتنو ته اشاره کړه او دافغانستان دښوونې او روزنې له برخې سره يې دمرستې په لاره کې دمتحده عربى اماراتو د دولت د تيارى له امله قدردانى وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته