کابل باختردزمري دمياشتې لومړۍ نيټه :
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو ١١٩ تنه دڅه د پاسه زرکيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکو د قاچاقو په تور د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.
د کورنيو وچارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معينيت د مطبوعاتو مسوول وايي چې د يوه پوليس او دوو ښځو په ګډون ١١٩ تنه د ١١١٦ کيلوګرامو ډول ډول نشه يي توکو د قاچاقو په تور د فراه، هلمند، هرات، ننګرهار، پکتيا، خوست، بدخشان، بلخ، بغلان، سرپل، لغمان،.پروان، جوزجان، بادغيس، پنجشير، غزني ،فارياب او د ميدان وردګو د ولايتونو له مربوطاتو څخه له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو د عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي .
له نيول شويو کسانوڅخه ١٣ موټرونه ، ٣٧ ټيلفونونه، دوه وسلې او يو زرو لس امريکايي ډالره په دغوعملياتوکې د شاملوځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل