سیاست

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

کابل باختر د ليندى  پنځمه :
د عراق د بابل په ولايت کې تېرماښام د تروريستي بريد په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
د افغانستان اسلامي جمهوريت د عراق جمهوريت د بابل ولايت په مرکز الحله ښارکې د تېرماښام تروريستي بريد چې د يو زيات شمېر بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلې سبب شو، په کلکه غندي او د دغه هېواد له دولت او خلکو او د دغې  زړه بوږنوونکې پيښې د قربانيانو له کورنيو سره د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب خرګندوي.
هغو رپوټونو ته په پاملرنې سره چې په دې پيښه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د يو شمېر اتباعو د شهادت او ټپي کيدو په باب خپاره شوي دي،  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت او په بغدادکې د افغانستان سفارت په جديت سره پيښه څيړي او ددقيقو معلوماتو له ترلاسه کولو سره سم به د مړو په ليږدونه د شهيدانو له کورنيو سره د همکارۍ او د ټپيانو د احوالو د پوښتنې لپاره لازم اقدامات ترلاسه لاندې ونيسي.
دغه راز د ايران اسلامي جمهوريت ته د يو شمېر دغو ټپيانو د ليږدونې په باب را رسيدلو رپوټونو ته په پاملرنې سره، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت هم په دې برخه کې په څيړنې  موظف کړي دي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت په داسې حال کې چې د تروريستانو دغه وحشيانه جنايت له بې ګناه خلکو او انساني ټولنو سره په ډاګه دښمني بولي، باور لري چې د تروريستي ډلو دغه شان عملونه د دغو جنايتکارو ډلو په وړاندې د غوڅې مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې هوډ لاپسې پياوړي کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته