اقتصاد

د سالنګ تونل د بيا رغاونې لپاره نوې طرحه ترلاس لاندې ده

کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د فوايد عامې وزارت معين وايي چې د سالنګ تونل د بيا رغاوني لپاره يې نوې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده . د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د فوايد عامې وزارت د ترانسپورتي بنسټونو د ساتنې او څارنې معين انجنير عبدالرحمن صلاحي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د سالنګ تونل د بيا رغاونې په خاطر يې يوه نوې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده. د سالنګ تونل له شمال سره د جنوب يوازينې ارتباطي لاره ده او تر اوسه پورې څو ځلې رغاول شوې ده. د فوايد عامې وزارت معين د سالنګ تونل د هېواد اقتصادي مهمه لاره وبلله او ويې ويل چې سالنګ له آسيايي هېوادونو سره ارتباطي دهليز هم دى. د فوايد عامې وزارت د ترانسپورتي بنسټونو د ساتنې او څارنې معين وايي چې د فوايد عامې وزارت د سالنګ تونل د بيارغاونې طرحه د نړيوال بانک په مالي مرسته چمتو کړې ده . د يادونې وړ ده چې د٥ر٢ کيلومترو په اوږدوالي د سالنګ تونل د بيړنۍ ترميمولو، داغګيرۍ او قيرکولو کار د فوايد عامې وزارت د کاري ځواک له خوا د روان کال د زمري د مياشتې په ١١نيټه پاى ته ورسيد. له هغه وروسته په جنوب کې تونل ته څېرمه د ګالرۍ د ترميمولو ، بيا رغاوني او قير کولو کار پيليږي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته