ټولنه

دپکتيا ولايت دقومونو قبايلو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دپکتيا ولايت دقومونو اوقبايلو رياست دودانۍ  دجوړولو کار  نن پيل شو .
   د پکتيا ولايت  دقومونو او قبايلو رييس  محمد يعقوب  زرمتي  باختراژانس ته وويل چې  ددغه رياست  ودانۍ د دولس نيمو مليونو افغانيو په لګښت  جوړيږي .
ده زياته کړه  چې دغه  ودانۍ به  اتلس خونې ولري  چې ددوه جريبه ځمکې  په ساحه کې  په يوکال کې  جوړيږي او ددغې ودانۍ دجوړولو لګښت  دقومونو او قبايلو دچارو وزارت له   پرمختيايي بودجې څخه  ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته