امنیت

داتو تنو ځانمرګو يرغلګرو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
دقندهار ولايت امنيتي مقامات وايي چې په قندهار ولايت کې دجګړې له امله داتو تنو ځانمرګو يرغلګرو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې يوې ډلې وسله والو طالبانو پرون دشاه ولي کوټ ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
ده زياته کړه چې لومړۍ يوه ځانمرګي يرغلګر ځان پوستې ته څيرمه وچاوه او داتو تنو ځانمرګو يرغلګرو په ګډون يو زيات شمير نور طالبانو په بريدونو لاس پورې کړ.
دراني زياته کړه چې په دغو نښتو کې داتو تنو ځانمرګو يرغلګرو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو بريدونو کې څلور تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته