روغتیا

ورکشاپ جوړ شو .

دعامې روغتيا وزارت دمشرتابه هيئت  دولايتونو دعامې روغتيا درييسانو ، ددغه وزارت دمرکزي رييسانو دهمکارو نړيوالو  موسسو او دروغتيايي تطبيقوونکو موسسو ديو شمير استازو په ګډون نن په کابل کې  دروغتيا دهمغږي ملي ورکشاپ  جوړ شو .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې،  دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکتر ې ثريا  دليل وويل،  دغه ورکشاپ په داسې حال کې جوړيږي چې له نيکه مرغه تيره اوونۍ دبن په دويم کنفرانس کې  دنړۍ د هيوادونو او نړيوالو  مرکزونو  څه دپاسه  سلو تنو استازو ګډون کړي و  او يوځل بيايې  دافغانستان له خلکو او دولت سره خپل ملاتړ اعلام کړ .

ډاکترې دليل  په افغانستان کې دمړينې  دسروي وروستيو نتيجو ته داشاري په ترڅ کې  وويل چې دغه سروي دروغتيا په سکتور کې ښه برياليتوبونه  ښيي چې ټولو روغتيايي کارکوونکو ته دوياړ سبب دى .  دعامې روغتيا وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د ٢٠١٠کال دسروي د نتنيجو له اعلام څخه درې کاله مخکې په افغانستان کې په هرو  ٢٧ دقيقو کې يوه مور د زيږون او اميد واري   دستونزو له امله له منځه  تلله او اوس په هرو دوو ساعتونوکې  يوه مور  له منځه  ځي او په همدې ډول پخوا له پنځه کلني  څخه ښکته له هرو شپږو تنو ماشومانو  څخه يو تن يې له منځه  ته او اوس له پنځه کلني څخه  ښکته له هرولسو تنو ماشومانو څخه يويې مري .

  دعامې روغتيا وزارت سرپرستې  ناامني ټولنيزې او جغرافيايي ستونزې او په لازم ډول دهيواد دپولو نه کنتروليدل دروغتيايي خدمتونو دوړاندي کولو په لاره کې ستر خنډونه وبلل او زياته يې کړه  له بده مرغه لااوس هم افغانستان داندميک پوليو دڅلورو هيوادونو په منځ کې دى .

 ډاکترې  دليل دخپلو خبرو په پاى کې  ددغه ورکشاپ له ټولو برخه والو څخه وغوښتل چې ددغه وزارت دپروګرامونو دښه والي او زياتي همغږي دتامينولو  په برخه کې خپلې نظريې  وړاندي کړي .

 دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې دورکشاپ دبرخه والو له نظريو  څخه په استفادې سره دروغتيايي خدمتونو په وړاندي کولو کې زياته همغږي  رامنځته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته