نړيوالې خبري منابع باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٩:
د تاجکستان دوو تنو لوړ رتبه امنيتي مقاماتو ويلي دي: له تاجکستان سره په پوله کې د افغانستان په شمالي ولايتونوکې په سلګونو تنه بنسټپال راټول شوي دي.
دتاجکستان دجمهور رييس دملي امنيت سلاکار او د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو قوماندان پرون په دوشنبه ښارکې د ټولګټو خپلواکوهېوادونو د سرحدي قوماندانانو په شورا کې په دې باب خبرې وکړې.
دتاجکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان رجب علي څرګنده کړه چې څه د پاسه ۱۵۰۰ تنه بنسټپال جګړ ه ماران د کندز، تخار او بدخشان په ولايتونوکې چې له تاجکستان سره پوله لري؛ راټول شوي چې دغه هېواد ته باالقوه خطر ګڼل کيږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ