امنیت

شپاړس ډار اچوونکي په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه
شپاړس ډار اچوونکي په ننګرهارکې په نويو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول  او يوشمېر نور يې ټپيان شول.
پر دغو ډار اچوونکو چې د طالبانو او داعش په ډلو پورې اړوند بلل شوي دي؛ تېره شپه او نن سهار د ننګرهار په بېلابېلو سيموکې بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جکپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريدونوکې ١٦ طالبان او داعشيان وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي.
د ملي اردو دغه قوماندان وايي چې په بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د ډار اچوونکو درې مرکزونه او پټنځي هم له منځه وړل شوي دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهارکې د څو چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه ١٠ ماينونه کشف او شنډ کړل.
امنيتي مسوولين وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو مسوول بولي.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته