کابل/ د چنګاښ ۳۰مه/ باختر
په ترکيه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او اړوندو ادارو سره د انسجام په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د نړيوالو اړيکو د عمومي ریاست له لورې د بهرنيو چارو٬ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، معارف او کورنيو چارو وزارتونو او د اریانا افغان هوايي شرکت استازو په ګډون غونډه وشوه.
د چاروادارې لوی رياست معلوماتو له مخې؛
په دې ناسته کې٬ په ترکيه کې د افغان کډوالو د ستونزو د پېژندلو، حل لارو٬ په ټولنه کې د کډوالو د بيا ادغام، دغو ستونزو ته په وخت د رسېدنې او د اړوندو ادارو د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په خاطر دې د ترکیې چارواکو سره بحث وشي، چې د حل اساسي لاره پیدا شي. همدارنګه د ناقانونه کډوالۍ د خطرونو په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کورنيو او ځوانانو ته عامه پوهاوی زيات کړي.
دغه راز د افغان کډوالو د راستنولو بهير په هکله دې د نړيوالو سازمانونو او بنسټونو د لا زيات ملاتړ د راجلبولو لپاره هم هڅې ګړندۍ شي.