ښوونه او روزنه

د هيواد په ولايتونوکې دلوړو زده کړو پنځه موسسي جوړيږي .

١٤ – کابل باختر  دسلواغي پنځمه

  دلوړو زده کړو وزارت دهيواد  په ولايتونوکې دلوړو زده کړو پنځه موسسي جوړوي .

  دلوړو زده کړو وزارت ويندوى  پوهنمل عبدالعظيم نور بخش  نن دباختر داطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل دلوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې د داوطلبانو دمنلو د ظرفيت دلوړولو او په هيواد کې په لوړو زده کړو دځوانانو دلازيات لاس بري په خاطر  دراتلونکي کال په لومړيو  وختو کې دهيواد په ولايتونوکې دلوړو زده کړو  پنځه موسسي جوړوي .

  ده زياته کړه چې دغه موسسي دلوړو زده کړو وزارت له خوا دارزګان ، غور ، فراه ، پکتيکا اوسرپل  په ولايتونوکې جوړيږي .

  نور بخش زياته کړه دهيواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دزيات شمير  داوطلبانو دمنلو په مقصد ددولتي پوهنتونونو په چوکاټ کې  نږدي شل نوي  پوهنځي اوپنځوس ديپارتمنتونه جوړ شوي دي او دهيواد داتو ولايتونو دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشپې برخي  پراخي شوي دي چې دې کار ددغو ولايتونو د تحصيلي موسسو دشپې په برخه کې دنږدي پنځو زرو تنو داوطلبانو منلو زمينه برابره کړې ده .

  ده وويل دلوړو زده کړو وزارت تل هلې ځلې کوي چې دکيفيت په پام کې  نيولو او داسانتياو په برابرولو  سره دهيواد  ځوانانو ته دلوړو زده کړو زياتي  زميني برابري کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته