خبرونهسیاستفرهنګTOP

ازبکستاني پلاوي بلخ کې له تاریخي روضې مبارکې څخه لیدنه کړې

کابل، د لېندۍ ۲۶ مه، باختر

د ازبکستان سرخان دریا ولایت والي قاسموف اولوغ بیک بیردي کابلوچ او ورسره مل پلاوي د بلخ د والي حاجي محمد یوسف وفا په رهنمایي د هېواد له تاریخي ځای روضې شریفې څخه لیدنه کړې.

له ازبکستان څخه راغلي دغه پلاوي ته د روضې مبارکې د مسولینو له لوري تاریخي او نور معلومات ورکول شوي او دغه ځای یې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د لیدنې یو مهم ځای بللی دی.

ازبکستاني مېلمنو د روضې مبارکې د لیدو له امله خوښي ښودلې او دا ځای یې د اسلام او افغانستان د تاریخ مهمه برخه بللې ده.

د تاریخي معلوماتو له مخې دغه روضه په ۵۱۱ ه ق کال کې تاسسیس شوې او مسجد، کتابتون، پارک او نورو امکاناتو په درلودلو سره د سیلګرۍ لپاره مناسب ځای بلل کېږي او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان له دغه ځای څخه لیدنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته