امنیت

د ملي دفاع وزارت د فارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ د سقوط خبر نه تائيدوي

 کابل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
په داسې حال کې  چې يوشمېرخبرځايونو د وسله والو مخالفينو له خوا د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړى دى، خو د ملي دفاع وزارت وياند وايي چې په دغې ولسوالۍ کې جګړه دوام لري او د دغې ولسوالۍ د سقوط خبر ناسم دى.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري باختر آژانس ته وويل: يوشمېر ډار اچوونکو تېره شپه د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو    او داراچوونکو ترمنځ  جګړه پيل شوه چې دغه جګړه تر اوسه پورې دوام لري. کومکي ځواکونه سيمې ته استول شوي دي. ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د ملکي وګړو د سر د زيان د مخنيوي په مقصد په زيات دقت سره د هوايي              ځوا کونو په ملاتړ عمليات پرمخ وړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته