امنیت

د هرات ملي امنيت ته د يوه غير مسوول وسله وال قوماندان له خوا د شلو جنګي وسايلو سپارل

کابل باختر د سلواغې پنځمه
په هرات ولايت کې يو غير مسوول وسله وال قوماندان پرون ٢٠ ميله وسله په داوطلبانه ډول د هرات ولايت د ملي امنيت رياست ته وسپارله .
په دغو وسلوکې ډول ډول کلاشينکوفونه او ماشينګڼې شته چې د غلام حضرت تيزان له خوا د هرات ولايت د مرستيال او سرپرست محى الدين نوري په شتون د دغه ولايت د ملي امنيت رياست ته وسپارلې شوې .
د هرات ولايت سرپرست د دغو وسلو د سپارلو په خاطر د دغه قوماندان د اقدام له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: په هېواد کې د سولې له مولفو څخه يوه، له غير مسوولو وسله والوکسانو سره د وسلو راټولول دي چې له نيکه مرغه په هرات کې د خلکو له خوا يې هرکلى شوى دى .
د لويديځې حوزې د شورا رييس ارباب غلام حضرت هم د دغو وسلو په سپارلو سره اعلام وکړ چې له دې وروسته به د امنيت د تامينولو په برخه کې د امنيتي ځواکونو همکار وي .
دغه وسلې په داسې حال کې وسپارلې شوې چې دهرات ولايت په څلورو ولسواليوکې د امنيتي ځواکونو ګډو عملياتو د دغه ولايت د عمومي حالت په ښه والي باندې مثبتې پايلې لرلې دي .
  ختم_ ف +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته