ټولنه

داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د  زمري ١١

  داساسي قانون پر تطبيق باندې  د څارنې  دخپلواک کميسيون په

فوق العاده غونډې کې چي نن جوړه شوه د مظنونينو تورنو کسانو اوبنديانو  داساسي  حقوقو درعايتولو په باب خبرې وشوي .

 په دې غونډۀ کې چې دپوهاندګل رحمان قاضي په مشرۍ  جوړه شوه دکميسيون  دغړو په ګډون سربيره  دجيلونو دعالي شورا  غړو او داړوندو ادارو استازو ګډون کړي و .

 له اجندا سره سم لومړۍ  داساسي قانون د ٢٤ او  ٢٦ مادواو دجيلونو او توقيف خونو دقانون ددريم فصل دموادو له مخي دمظنونينو  تورنو کسانو  دبنديانو دحقوقودتامينولو او رعايتولوپه باب او داساسي قانون له حکمونو  څخه دسرغړونو  دمخنيوي په مقصد   خبرې اتري وشوې .

 په همدي ترتيب  په جيلونو او توقيف خونوکې داساسي قانون د ٣٠ – ٣١او ٣٢ مادو دتطبيق او رعايتولو په باب خبرې وشوې او دهغو دتحقق په خاطر داړوندو ادارو استازو خپلي هراړخيزې  نظريې  څرګندي کړي .

  دغه راز په عدلي او قضايي ارګانونوکې دمظنونينو  تورنوکسانو اوبنديان ددوسيو دپړاونو دبشپړولو او دهغه په ټاکلي مودي  کې دمحکمو د حکم  دصادريدو دبيلابيلو اړخونو په باب خبرې وشوي .  داساسي قانون د  ٢٧ مادي دحکم له مخې دبنديانو حالت چې دبند موده يي بشپړه شوي ده خود جريمې ورکولو ، ابراخط  دنه ورکولو او دضمانت دنه لرلو له امله په جيل کې ساتل کيږي 

 له نورو موضوعګانو څخه وي چې داساسي قانون ، دجيلونو او توقيف خونو دقانون د حکمونو او دموقت جزايي اجرااتودقانون د حکمونو په رڼا کې  ورباندې خبري وشوي او پريکړه وشوه .

 دپوهنې ، عامې روغتيا ، ترانسپورت ، حج او اوقافو  ، اودشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارتونه بايد داساسي قانون دمادو اودجيلونو او توقيف خونو دقانون دمادو له مخې په ابتدائيه درجي منځني او ثانوي  درجي په شرايطو برابرو بنديانو دښوونې اوروزنې  ، حرفوي زده کړو ، روغتيايي څارنو او دغه راز د څرخي پله دجيل دبنديانو دپايوازانو دترانسپورتي ستونزوته جدي پاملرنه وکړي  او دڅرخي پله دجيل دپايوازانو دستونزو دحل کولو لپاره چې دروژي  اوګرمې په ورځو کې دسايه بان دنه لرلو  دفرايضو داداکولو لپاره دمناسب ځاى  دنشتوالي او اوبو له پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ دي وڅيړل شي .

  دجيلونو رياست دي بايد داساسي قانون د ٢٥ مادي ، جيلونو  او توقيف خونو دقانون او دموقت جزايي  اجرااتو دقانون له مخې دهغو بنديانو لست چې له قانوني پلوه دبندموده يې بشپړه شوي ده لوى څارنوالۍ او دملي امنيت لوى رياست ته وليږي او که چيري په  ١٥ ورځو کې ځوا بي ترلاسه نه کړي بايد د قانون  د حکمونو له مخې دهغوي په خوشي کولو اقدام وکړي .

 دجيلونو شورا چې دجوړيدو له وخت څخه يې غونډه نه ده کړي بايد جيلونو او توقيف خونو دقانون د ٣٣ مادي له مخې خپل کار بيا پيل کړي او داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې خپلواک کميسيون ددغي شورا دهمغږي مسووليت لري اودپوليسو قانون  اودموقتو جزايي اجرااتو قانون چې دنظارت خونو دجوړولو په باب په تنقاض کې دي بايد دهغو په تعديل اقدام وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته