امنیت

يوولس طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ١٧مه/ باختر
د دوو کليدي قوماندانانو په ګډون ١١ وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې ووژل شول .
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند مسعود نديم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو دوه مشهور سرګروپان په جعفر مشهور عبدالحق او عبيده له نهو نور افرادو سره  يې د جوزجان- سرپل لويې لارې په تخته کلي کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په پېښې کې ٩ نور وسله وال طالبان ټپيان او د دوى يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شول.
د يو بل خبرله مخې:
په جوزجان کې امنيتي منسوبينو شبرغان ښار ته څېرمه په شبرغان – مزارشريف لويه لاره کې درې تنه د ٧ کيلو او ٥٠٠ ګرامه اپينو د ليږدونې په شک ونيول.
ختم- سعيده- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته