-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
په پنجشير کې د دوو ټولګټو ساختماني پروژو کار دوام لري .
د پنجشير د ښار جوړولو اواراضى رياست وايي چې په دغو پروژو کې د کنفرانس يوسالون اود فاتحې اخستنې يوسالون جوړول شامل دي .
د پنجشير د ښار جوړولو او اراضى رييس وحيد قاطع د باختراژانس خبريال فياض رحيمي ته وويل چې په دغو پروژوکې د ښار جوړولو او اراضى د وزارت له خوا ٧ مليونه اته سوه زره افغانۍ لګول کېږي.
هغه زياته کړه چې دغه پروژې د پنجشير ولايت د عنابې او درې په ولسواليو کې تر جوړولو لاندې دي . او تراوسه پورې د دغو پروژو کار دېرش سلنه پرمخ تللى دى .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ