نړۍ

عربستان ته د امريکا د نوي جمهور رئيس نږدې راتلوونکى سفر

 رياض   ورلدنيوز باختر د غويي دمياشتې ٢١ :
ټاکل شوې د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالدترامپ ډير ژر سعودي عربستان ته سفر وکړي او د عربستان له باچا او د خليج د عربي هېوادونو او دغه راز د عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو سره به ليده کاته  وکړي.
په خبرونوکې ويل شوي دي چې له عربستان څخه د ترامپ د ليدنې په بهيرکې به د عربستان له حکومت سره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د امريکايي تسليحاتو قردادونه لاسليک کړي.
په خبرکې ويل شوي دي چې د عربستان باچا، د اوولسو اسلامي او عربي هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده، ترڅو د عربستان پايتخت رياض ښار ته سفر وکړي  او د امريکا له جمهور رئيس سره وګوري .
د عربي رسنيو د خبر له مخې:
د عربستان د بهرنيو چارو وزارت په خپلې ټولنيزې تويتري رسنۍ کې ددغه  خبر په اعلامولو سره زياته کړې ده چې د عربستان باچا د اوولسو مسلمانو هېوادونو له هغه جملې څخه د عربي متحده اماراتو امير، د بنګله ديش صدر اعظم، د ترکيې جمهور رئيس او د پاکستان صدر اعظم ته بلنه ورکړې ده چې په رياض ښارکې له دونالدترامپ سره وګوري  .
سپينې ماڼۍ تېره اوونۍ اعلام وکړچې د امريکا جمهور رئيس دونالد ترامپ به ډير ژر عربستان، اسرائيلو او ايټاليا ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته