امنیت

د شرين تګاب لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل/ دتلې ١٤مه / باختر
د فارياب د شرين تګاب لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال نن سهار له پنځو ملګرو  سره يې ووژل شو.
د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار باختر آژانس ته وويل چې د شرين تګاب لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال نوراقا وثيق، د طالبانو د عشر او زکات د راټولولو مسوول په سعادت مشهور ملاشاولي او د دوى يو سيمه ييز قوماندان ملاهيبت الله له خپلو دوو نورو همکارانو سره په شش پرک سيمه کې د دوى د سپرلۍ پر موټر د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په بريد کې اته وسله وال طالبان ټپيان شول او د دوى پوځي وسايل او نقيله واسطې ويجاړې شوې.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته