ټولنه

دبلخاب _ سرپل مواصلاتي لاره تړل شوې ده

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

دسرپل ولايت دبلخاب ولسوالۍ اساسي لاري له دوو اوونيو را په دې خوا له مرکزسره دترافيکوپرمخ تړلي پاتي دي.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دبلخاب  ولسوال عبدالغني دمعلوماتوله مخې دبلخاب ولسوالۍ ددرقم غاښې  چې زياتره توپانونه پکې چليږي  او دسختوسيمو له جملې څخه  ګڼل کېږي  له دوو اوونيو را په دې خوا په وقفه يي توکه دڅومحدودو ساعتونو لپاره پرانستل اوبيا تړل کېږي .

مسوولين وايي اساسي ستونزه  دا ده  چې کوچني وسايل  له دې لاري نه شي تيريدي  چې دبيا پرانستلو لپاره يې هڅې وشي  .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخي  زياتره وسايط  ددره صوف  اويکاولنګ شاوخوا ولسواليو له لارو څخه تګ راتګ کوي  چې په دې وروستيو کې دغره يوه برخه ښوئيدلي او اوس واسطي په سيند کې تګ راتګ کوي.

ده زياته کړه  ددغې ولسوالۍ مالدران دوښوله کمښت سره مخامخ دي  چې له پيښوسره دمبارزي  دتياري  اداري له يوشمير محدودو سره يې مرسته کړې ده چې ددوى داړتياو ځواب نه وايي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته