سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کندز ولایت د انکشافي پروژو د تطبیق څرنګوالی وارزول شو

کابل باختر/ دتلې د مياشتې ٢٢مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډه کې د کندز ولایت د انکشافي پروژو د تطبیق څرنګوالی وارزول شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه جمهوررئیس غني وویل، کندز ولایت د ظرفیت له پلوه د هېواد تر ټولو بډای او متحرک ولایت دی چې کمه پاملرنه ورته شوې ده.
جمهوررئیس غني وویل، په ولایتونو کې تشکیلات بسنه نه کوي او ډېر ژر به د کندز ولایت په ګډون د هېواد په ولایتونو کې مثبت بدلون راشي، دغه راز به له مرکز څخه ولایتونو ته د راتلونکي کال بودجه انتقال شي.
وروسته د کندز والي عبدالجبار نعیمي د کندز ښار د ماسټر پلان په اړه خپل راپور وړاندې کړ  زیاته یې کړه، له مرکز څخه استول شوي پلاوي د کندز ښار ماسټر پلان ارزولی چې له بشپړولو وروسته د دې ښار د ماسټر پلان عملي کار پیلېږي.
ده د کندز هوايي ډګر څخه د ملکي هوايي الوتنو لپاره  د ګټې اخیستنې د غوښتلو ترڅنګ له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د امام صاحب د سړک د عملي کار د پېلولو او د الچین پله د بدیل د بیارغاونې په اړه چې ویجاړ شوی اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړي
دغه راز د کندز والي په دې ولایت کې د مور او ماشوم د روغتیايي مرکز د جوړولو ترڅنګ د دې ولایت د شېرخان بندر او سپین زر تصدیو د بیا فعالولو غوښتنه هم وکړه.
جمهوررئیس غني د کندز والي د راپور له اورېدو وروسته وویل، د کندز ښار ماسټر پلان دې نهایي او د دغه ولایت د حلقوي سړک د رغاونې په برخه کې دې چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم دی، اقدام وشي.
جمهوررئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ښارجوړولو وزارتونو او د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د سپین زر کرنېزې تصدۍ د ځمکو په اړه واضح طرحه راوړي، همدارنګه یې د آریانا هوایي شرکت ته امر وکړ چې نه یوازې دغه ولایت، بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته هم الوتنې پېل کړي.
په همدې ترتیب، جمهوررئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت او په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار اجمل احمدي ته لارښوونه وکړه چې د کندز د سپین زر تصدۍ د بېرته فعالولو په اړه خپله طرحه وړاندې کړي.# پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته