امنیت

درې شپيته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دهيواد په ځينو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په يرغليزو عملياتو کې درې شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دباختر اژانس دخبرله مخې :دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:دملي اردو ځواکونو دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دبغلان ولايت د دنډ غوري په سيمه ، دفراه ولايت په انار درې ، د روزګان ولايت په چورى ، دپکتيا ، ګيان او دغور ولايت په پسابند ولسواليو او دبلخ ، جوزجان ،سمنګانو ، کندز ،تخار سرپل او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤١ تنه نوريې ټپيان شول او د دښمن يوه اندازه وسلې ، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو شپږ تنه سرتيري دهيواد په ځينو سيمو کې په کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف دعملياتو په بهير کې شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته